منځپانگې ته ورتلل

لومړی مخ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

ويکيپېډيا
يو وړيا پوهنغونډ چې هرڅوک يې سمولی شي.
پښتو ويکيپېډيا اوسمهال ۲۱٬۳۵۰ ليکنې لري
۶۲ فعاله کارنان

لارښود

ويکيپېډيا
يو وړيا پوهنغونډ چې هرڅوک يې سمولی شي.

Illinois Centennial half dollar, obverse

شاه حسين د ميرويس نيكه دوهم زوی وو چې د ۱۱۱۴ هـ كال د ربيع الاول پر ۲۳ د كلات په سيوري كې وزېږېد. د عمر تر دولسو كلو پورې يې فقه، تفسير، منطق او د بلاغت علوم ولوستل. هغه مهال چې پر ۱۱۳۵ هـ كال اعليحضرت شاه محمود اصفهان فتح كړ، نو خپل كشر ورور حسين يې د كندهار پر تخت كېناوه. اعليحضرت شاه حسين ډېر عالم، اديب او علم روزونكى پاچا وو او د ده عصر پر پښتنو باندې په ډېرې ارامۍ او راحت تېر شو، لوېديزې او شمالي خوا ته تر فراه، سبزوار او هرات پورې او ختيځ خواته تر غزني او گومل پورې ده حكمراني كوله او سربېره پردې، پښين ، شال او د پنجاب د اسماعيل او غازي خان دېرې هم د شاه حسين په وختو كې فتح شوې. همدارنگه د ملتان لته هم د كندهار د قوواو له خوا تهديد شوه او د پښتنو پرمختگ د ملتان تر حدودو ورسېد. د دې زلمي پاچا د علم پروروۍ د ثبوت لپاره همدا دليل بس دى چې په شاهي ارگ كې يې ادبي انجمن جوړ كړى وو او په اوونۍ كې به یې يوه ورځ د خپل وخت ډېر لوى علما، شاعران او اديبان خپل كتابتون ته رابلل. شعرونه به يې اورېدل او ادبي مجلسونه به يې كول. شاعرانو ته به يې صلې وركولې چې د همدې ټولنې په بركت او ددې پاچا په امر د پښتو قيمتي نښير پټه خزانه ډگر ته راووت او وليكل شو او نور ډېر كتابونه په پښتو كې پيدا شول. شاه حسين پخپله هم د پښتو ژبې ښه شاعر وو. پر ملي وزن يې خواږه شعرونه ويل. ( بشپړه ليکنه...)

وروستی لیکنې:
جون ۲۱ مه

لومړنی افغان ستورمزلی عبدالاحد مومند د ۶۷ کلنۍ په عمر د سرطان د ناروغۍ له کبله په جرمني کې مړ شو.


جولای ۷

د افغانستان د کريکېټ ملي لوبډلې تېز توپ اچوونکی شاه پور ځدراڼ د ورپېښې ناروغۍ له کبله د ۳۹ کلنۍ په عمر د هند په يو روغتون کې ومړ.

مارچ ۴ مه

د امریکا او اسراییلو په گډ برید کې د ایران ستر مذهبي مشر سيد علي خامنه‌يي ووژل شوی او مېرمن يې ټپې شوې ده.


اپريل ۱۳ مه

د پاکستان پلازمېنه اسلام اباد کې د امريکا متحده ايالتونو او ايران خبرې ناکامه شوې.



کچه

افغان ستور مزلی عبدالاحد مومند په ۶۷کلنۍ کې د سرطان د ناروغۍ له کبله جرمني کې ومړ.


ټاکلې ليکنې

کچه

افغانستان کريکېټ ملي لوبډله په ۲۰۲۴ زېږديز کال نړيوال شل اوريز جام سياليو کې استراليا ته د ماتې وروکولو وروسته خپله خوښي څرگندوي


د پښتو ويکيپېډيا ځينې لارښود مخونه دا دي؛

د پښتو ويکيپېډيا خورلڼې پروژې په لاندې توګه دي؛

ويکيپېډیا په ۲۰۰۱ (۲۰۰۱) کې پیل او په پښتو ژبه ۲۱٬۳۵۰ لیکنې لري.

ويکيپېډیا په نورو ژبو کې